قطر د افغان شهیدانو کورنیو سره د کورونو جوړولو کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي

د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت وایي، قطر هېواد د شهیدانو کورنیو ته د کورونو د جوړولو او رغنیزو پروژو په برخه کې ۱۴۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دغو مرستو تفاهم لیکونه نن د ښاري پراختیا د وزیر سید سعادت منصور نادري او د قطر د یوې خیریه موسسې د رئیس شیخ علي عبدالله ابن سانع له خوا لاسلیک شول.

د ښاري پراختیا د وزارت د معلوماتو له مخې د قطر غرافه خیریه موسسې تر دې مخکې هم د جوماتونو، روغتونونو او دیني مدرسو په جوړولو کې مرستې کړي دي.