د عراق په فلوجه ښار کې لسګونه زره کسان د خوراکي موادو د کموالي سره مخ دي

عراقي چارواکي وايي چې په فلوجې ښار کې په لسګونو زره عام عراقیان د خوراکي موادو او درملو له سخت کموالي سره مخامخ دي.

د انبار ولایت د فلوجې ښار د اسلامي دولت یا داعش مضبوط مرکز دی خو د عراق د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شوی.

د انبار ولایت والي سوهایب الراوي د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد له جنګېدونکي ايتلاف څخه وغوښتل چې د ملکیانو لپاره له هوا څخه بشري مرستې وغورځوي.

راوي وویل، دا د فلوجې ښاریانو ته د مرستې رسولو یوازینۍ لار ده.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې فلوجې ښار ته په تلونکو لارو کې ماینونه ایښي او خلک نه پرېږدي چې له ښاره ووځي.

د انبار والي الحدیث تلویزیون ته پرون په مرکه کې وویل:

"هېڅ ځواک ښار ته ننوتی نه شي، له دې پرته چې الوتکې د هوا له لارې مرستې ورسوي، بله لار نشته."

فلوجه په انبار ولایت کې ده او له بغداد سره ۵۰ کیلومتره واټن لري.

عراقي رسنۍ وايي چې په دې ښار کې یو شمېر کسان له لوږې او د درملو د نشتوالي له کبله مړه شوي دي.