ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې له سیمه ییزو چارواکو او قومي مخه ورو سره د خبرو لپاره نن سهار دغه ولایت ته ولاړ.
په دغه سفر کې له ولسمشر سره د کابینې ځينې غړي، او د ملي شورا یو شمېر استازي هم ملګرتیا کوي.
که څه هم د دغه سفر ډېر جزییات نه دي معلوم خو د ځينو سرچینو د راپور له مخې ولسمشر کندهار ته د خپل سفر په جریان کې په دغه ولایت کې ځينې ټولګټې پروژې پرانیزي.
له دې څخه وړاندې ولسمشر ځینو ولایتونو ته په خپل سفر کې امنیتي او عمومي وضعیت ازرولی و.