ولسمشر غني وايي، سوله باید د ولس پر مټ رامنځته شي

Your browser doesn’t support HTML5

افغان ولسمشر یو ځل بیا په افغانستان کې د سولي او ثبات راوستلو په برخه کې پر ملي مشارکت ټینګار وکړ او وایي،خلک باید په دې برخه کې ددولت ترڅنګ ودریږي.ولسمشر اشرف غني چې پرون یې دښاري پیوستون د شوراګانو په غونډه کې خبري کولې وویل چې په دغه هېواد کې سوله او امنیت باید ولسي شي او دولس پر مټ رامنځته شي.