د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې یا اف. بي. ای په فارسي ژبه یوه فیسبوک پاڼه جوړه کړې څو د دغې ادارې د یوه مامور Robert Levinson رابرټ لیفینسن په اړه چې له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسي ایران ته د سفر پر مهال ورک شوی، معلومات ترلاسه کړي.
په دې پاڼه کې د رابرټ څو انځورونه چاپ شوي دي.
دغه فیسبوک پاڼه له جنورۍ میاشتې څخه فعاله شوې او په کې له ایرانیانو څخه غوښتنه شوې چې د دغه امریکایي وګړي په اړه هر ډول معلومات که ورسره وي، شریک یې کړي.
اف. بي. ای د هغو معلوماتو لپاره چې امریکا ته د رابرت لیفینس د بېرته تګ سبب شي، پنځه میلیونه ډالره انعام ایښی دی.
د لیفینسن کورنۍ وایي له ډېره انتظاره په تنګ شوي دي او غواړي واشنګټن او تهران د بندیانو د تبادلې د تړون له مخې هغه خوشي کړي، خو ایران وایي، دغه ا مریکایي د دوی په هېواد کې نه دی او په اړه یې معلومات نه لري.