امریکا وايي، د شمالي کوریا نوې ازموینه به د بندیزونو بحثونه پیاوړي کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د شمالي کوریا له خوا فضا ته د سټلایټ توغولو پلان کولای شي هغه بحثونه پیاوړي کړي چې د هغه هېواد په وړاندې د ملګرو ملتونو د لا ډیرو بندیزونو په اړه کېږي.

د ولسمشر اوباما اداره وایي، د شمالي کوریا له خوا دغه اقدام به له نړېوالو مکلفیتونو څخه د دغه هېواد له ډېرو جدي سرغړونو څخه وي.

پیونګیانګ پرون ملګرو ملتونو ته اعلان وکړ چې دوی به د فبرورۍ په وروستیو کې خپل دغه پلان عملي کړي.

د دې اقدام منتقدین وایي، دا کار کولای شي د هغو اوږده واټن ویشتونکو توغندېو په برخه کې د شمالي کوریا وړتیا ډېره کړي چې اټمي سروکي انتقالولی شي.

پیونګیانګ د جنورۍ پر شپږمه خپله څلورمه اټمي ازموینه ترسره کړه.

دغه هېواد له وړاندې هم د خپلو اټمي او توغندویزو پروګرامونو له کبله د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخامخ دی، خو امریکا او جنوبي کوریا د پیونګیانګ د وروستۍ اټمي ازمویني وروسته پر دغه هېواد د نویو بندیزونو په لټه کې دي.