د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان چې هېواد یې له افغانستان څخه روسیې او اروپا ته د نشه یې موادو د قاچاق یوه ټرانزیټي لاره ده، د هغه هېواد د نشه یې موادو په وړاندې د مبارزې رییس له دندې لېرې کړ.
امام علي رحمان د رستم نظر زاده پر ځای د تاجکستان پخوانی څارنوال شیرخان سلیم زاده دغې دندې ته ګمارلی دی.
تاجکستان چې د پخواني شوروي اتحاد یو تر ټولو بې وزله هېواد ګڼل کېږي، د افغانستان د نشه یې موادو د قاچاق په لومړۍ کرښه کې دی.
د تاجکستان د نشه یې موادو پر وړاندې د مبارزې اداره له امریکا، ملګرو ملتونو او روسیې څخه په دې برخه کې مالي مرسته ترلاسه کوي خو تر اوسه له دې لارې د تېرېدونکو مخدره موادو د نیولو په برخه کې ډیرې کمې لاسته راوړنې لري.