ملي امنیت په کابل کې د انتحاري حملو د طرحه کوونکو یوه ۷ کسیزه ډله نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې په کابل ښار کې یې د انتحاري حملو د طرحه کوونکو یوه ۷ کسیزه ډله نیولې ده.

د دې ریاست له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نیول شوي کسان حقاني شبکې پورې اړوند دي او تیره شپه د نهمې حوزې اړوند د هوت خیلو په سیمه کې نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې نیول شوو کسانو په دې وروستیو کې د هواشناسي پر سړک او حامد کرزي هوايي ډګر دورازې ته نږدې حملې پلان کړې وې.

ملي امنیت ویلي چې د دغو ۷ کسانو په پټن ځای کې افغان ځواکونو ته یوشمیر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.