د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او څلور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع نن ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پلخمري ښار د اوبو په دوهم بند حمله وکړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا په شاوتمبول شوه.
ښاغلي شجاع زیاته کړه د تېرې شپې په ځوابي حمله کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې د پلخمري په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او یوشمیر موټر یې ترې نیولي دي.
دا هغه ادعا ده چې امنیتي چارواکي یې نه مني.