د کندز د والي سکرټر د ناڅرګندو وسله والو په حمله کې وژل شوی

نامعلومو وسله والو تېر ماښام د کندز د سرپرست والي سکرټر ظریف ظریف په ډزو وژلی.

د کندز ولایت ویاند عبدالواسع باسل نن ازادي راډیو ته وویل چې ظریف د کندز ښار په ۳۰۰ فامیلو کې کورته په لاره و چې نامعلومو وسله والو پرې حمله وکړه.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه ده اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په همدغه ښار کې یو ۱۷ کلن ځوان د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.