سین مک فارلانډ: په عراق کې د داعش ډلې ماتې وخت ته اړتیا لري

د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د هوايي حملو د ایتلاف قوماندان وايي، په عراق کې د دې ډلې پر ضد د جګړې بریالیتوب وخت ته اړتیا لري.

خو جنرال سین مک فارلانډ په دې باور دی چې په سوریه کې د دې ډلې پر ضد بریالیتوب ته رسېدل تر هغه څه پیچلې دي چې فکر یې کېده:

"سوریه د پېچلو ستونزو یوه ټولګه ده، کله چې وايو د یو انجام په پیل کې یو، دا به هغه مهال وي چې د رقې ښار بیا ونیسو، هدف مې دا دی چې دا به ريښتیا هم یوه قوي نښه وي او دښمن به د خپل مرګ په وروستي ځای کې وي."

دې امریکايي جنرال چې له عراقه یې د ویډیویي کنفرانس له لارې په پنټاګون کې له خبریالانو سره خبرې کولې همدا رنګه د جګړې په ډګر کې د عراقي ځواکونو په وړتیا ډاډ وښود او ویې ویل چې د غلته به وسله وال ماتې وخوري.