جرمني چارواکي وايي ټول افغان کډوال نه شي منلای

د جرمنې د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې ټول افغان کډوال نه شي منلای او یو شمېر به له خپله هېواده وباسي.

توماس ډې مایزیري پرون په کابل کې د خپل افغان ساري نورالحق علومي سره په ګډه خبرې غونډه کې همدارنګه وویل چې جرمني د افغانستان سره د ورستنېدنکو کډوالو سره د مرستې لپار مالي همکاري کوي.

د نوموړي په وینا ډېر افغانان چې جرمني ته ورغلي امنیتي ستونزې نه لري.

توماس ډې مایزیري زیاته کړه:

"ډېر پناه غوښتونکي د افغانستان له شماله دي چېرې چې امنیت ټینګ دي او همدا رنګه یو شمېر افغانان له ایرانه جرمني ته ورځي، هغوی خپله هم وايي چې له امنیتي ګواښ سره مخ نه دي بلکې د یو ښه ژوند په لټه جرمني ته راغلي دي. "

په دې ګډه خبرې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وویل، هغو کسانو ته به چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي یو شمېر اسانتیاوې برابرې شي چې په هغې کې د کار او استوګنې د زمینې برابرول هم شامل دي.