برېښنا شرکت وايي چې شرایط برابر شي تخریب شوې پایه به فعاله کړي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هره وخت چې امنیتي ادارې ورته شرایط برابر کړي دوی به په څو ساعتونو کې بغلان کې د برېښنا هغه تخریب شوې پایه بېرته ودروي چې د ازبکستان څخه کابل ته وارداتي برېښنا انتقالوي.

په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د بغلان په ډنډي شهاب الدین سیمه کې د برېښنا یوه پایه نړول شوې او کابل ته یې د وارداتي برېښنا بهیر قطعه کړی و، پرون دغلته د برېښنا د یوې بلې پايې د نسکورولو راپور هم ورکړل شوی دی.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې که څه هم دوی د قومي مشرانو له لارې هم هڅه کړې چې په سیمه کې د برېښنا د نړول شوېو پایو بېرته درولو ته شرایط برابر کړي خو سیمه ییزې امنیتي ادارې باید ورسره مرسته وکړي څو یې تخنیکي ډلې دغې سیمې ته ورشي او د چپه شوېو پایو د بېرته رغونې کار پیل کړي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دوی په سیمه کې د امنیتي شرایطو د برابرولو او کابل ته د برېښنا د پرې شوي بهیر د بیا پیل لپاره له خپلو ټولو امکاناتو هڅې کوي.