د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په كابل کې د عامه نظم د پوليسو د قوماندانۍ مخ ته په درنه چاودنه کې لس تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ایوب سالنګي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې اکثره وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
په همدې حال کې د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په دې انتحارې حمله کې د دوو پولیسو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دهمزنګ په سیمه کې د انتحاري حملې هدف د عامه نظم او امن د پولیسو قومانداني وه.
دغه حمله د ماسپښین د دو بجو په شااوخوا کې د همزنګ چوک ته نږدې د عامه نظم پولیسو د قوماندانۍ مخې ته وشوه چېرته چې د سرحدي پولیسو قومانداني او د ترافیکو ریاست هم په نږدې فاصله کې پراته دي.
د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د دهمزنګ ور ها خوا د دارلامان په سړک د طلوع ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر انتحاري حمله وشوه.