د مصرپه سینا کې غبرګو چاودنو کې ۲ پولیس او ۲ عسکر وژل شوي

د مصر په سینا سیمه کې په دوو جلا چاودنو کې دوه پولیس او دوه عسکر وژل شوي دي.

دا حملې د سینا په شمال کې د شیخ زوید او رفح په سیمو کې شوي دي.

د حملو مسئولیت چا نه دی اخیستی خو تر دې مخکې د داسې حملو پړه، په مصر کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والو اخیستې ده.

داعش د اکټوبرپه میاشت کې، په مصر کې د روسیې د هوايي چلند په یوه مسافر وړونکې الوتکه کې د هغې چاودنې مسئولیت هم اخیستی وو چې لږ تر لږه ۲۲۴ تنه په کې وژل شوي وو.