د ښځو چارو وزیره په سیاسي سازمانونو کې د ښځو په پراخ ګډون ټينګار کوي

د افغانستان د ښځو چارو وزیره په سیاسي سازمانونو کې د ښځو په پراخ ګډون ټينګار کوي.

دلبر نظري نن د ښځو په اړه د یوې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ رسنیو ته وویل چې په سیاسې سازمانونو کې دا مهال د ښځو ګډون کمرنګه دی.

اغلې نظري زیاته کړه:

"زموږ د دې ناستې هدف همدغه و چې ټول سیاسي ګوندونه ټولنې او سازمانونه باید یوې هوکړې ته ورسیږي چې څنګه کولای شي چې په دې برخه کې د ښځو پیاوړتیا لپاره کار وکړي، یوازې باید په نوم سیاسي سازمانونو کې ښځې نه وې."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت تل ټينګار کړی چې د ښځو حقونو ته ژمن دی خو لیدل کېږي چې تر اوسه د هېواد اساسي قانون سره سم ښځو ته لازم حقونه نه دي ورکړل شوي.