د کرکټ تر نولس کلنو ښکته لوبډلې کاناډا ته په څلورو ویکټو ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ تر نولس کلنو ښکته لوبډلې د نړېوال جام د لوبو په لړۍ کې کاناډا ته په څلورو ویکټو او یو سل او پنځه پنځوس بالونو ماته ورکړه.

کاناډا لومړی بیټینګ کړی او افغان لوبډلې ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۷ منډې هدف ورکړ.

افغان لوبډلې په څلوریشتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځيدو یاد هدف پوره کړ.

د دې لړۍ په تیرو دوو سیالیو کې افغانستان د سریلانکا او پاکستان په وړاندې ماتې خوړلې ده.

له دې سره د نړېوال جام د لوبو په دې لړۍ کې د افغانستان لوبې هم پای ته ورسیدې.