فوزي: د سولې څلور اړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې په اسلام اباد کې د سولې په تړاو دریمه څلور اړخیزه غونډه به له طالبانو سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دې شورا د نړېوالو اړیکو د کمېټې رییس حبیب الله فوزي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې دا احتمال یې هم رد نه کړ چې ګنې په دریمه څلور اړخیزه غونډه کې به وسله وال طالبان هم ګډون وکړي.

تردې مخکې د دغې څلور اړخيزې کمېټې لومړۍ غونډه په اسلام اباد او دويمه په کابل کې شوې وه چې د افغانستان د سولې د لارې د نقشې په اړه په کې خبرې شوي دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د استازېو د څلور اړخيزې کمېټې درېيمه غونډه د فبرورۍ په ٦مه نېټه په اسلام اباد کې جوړه شي.