د سوريې له پلازمېنې دمشق نه بهر د شيعه ګانو يوه زيارت ته نژدې په درېيو چاودنو کې لږ تر لږه ٧١ کسان وژل شوي دي.
په يوه موټربم چاودنه او دوو ځانمرګو بريدونو کې چې په سعيده زينب ولسوالۍ کې وشول تر سلو زيات نور کسان ټپيان شوي دي.
د شيعه ګانو دغه سپېڅلى زيارت په همدې سيمه کې پروت دى.
داعش يا د اسلامي دولت ډلې د دغو حملو مسووليت منلى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوريې د حکومت او د اپوزيسيون ډلو استازي په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې خبرې کوي.
د چاودنو په ځاى کې يوه ځايي اوسېدونکي محمد وويل، چې دغه پېښه به د سولې خبرې ټکنۍ کړي:
"دا [پېښه] به د سولې خبرو ته چې موږ ته ګټورې دي، خنډ پېښ کړي."
د سوريې د اپوزيسيون عمده ډلې يعنې د مذاکرو عالي کمېټې خبردارى ورکړى، دوى په هغه صورت کې په دغو مذاکرو کې برخه اخلي، چې په عملي ډګر کې ځينې مثبت پرمختګونه وويني.