جان کري: ټول اړخونو دې د سوريي د سولې په خبرو کې پوره ونډه واخلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سوریې د کړکیچ پر ټولو اړخونو غږ کړی چې د سولې په خبرو کې پوره ونډه واخلي.

جان کري د سوریې له حکومت او وسله والو مخالفینو څخه دا غوښتنه په هغه وینا کې وکړه چې پرون پر انټرنټ خپره شوه:

"زه پر دواړو خواوو غږ کوم چې له دې شېبې څخه کار واخلي، له دې فرصته په استفادې سره جدي بحث وکړي او په دې مقصد خبرې اترې وکړي چې په راروانو ورځو کې اساسي او د پام وړ پرمختګ رامینځ ته کړي."

په ژنیو کې د سوریې د حکومت او د بشارالاسد د رژیم د مخالفینو استازي راغونډ شوي دي څو د سولې په اړه خبرې وکړي.

د سوریې د اپوزیسیون د تر ټولو لویې ډلې استازو ویلي دي چې د سولې په خبرو اترو کې له ګډون مخکې غواړي د دې هېواد په وضعیت کې مثبت بدلون رامنځ ته شي.

کري د سوریې د جګړې د اوږدیدو په اړه خبرداری ورکړ، ویې ویل، دی باور لري چې د سوریې بحران پوځي حل لاره نه لري.

له بلې خوا د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډې میسټورا د سولې په اړه خوشبینې څرګنده کړې ده.