د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنه لوبډله نن له کاناډا سره لوبه کوي

د کرکټ د نولس کلنو لوبډلو د نړېوال جام د لوبو په لړۍ کې افغانستان نن له کاناډا سره د سیالۍ ډګر ته وځي.

نننۍ لوبه په ګروپي پړاو کې د افغانستان دریمه لوبه ده. د دې لړۍ په تیرو دوو سیالیو کې افغانستان د سریلانکا او پاکستان په وړاندې ماتې خوړلې ده او ځکه له دې دوو ماتو وروسته د دې لړۍ په راتلونکو پړاوونو کې د افغانستان د ټیم ګډون، ان که نننۍ لوبه وګټي هم ناممکن شوی دی.

د کرکټ د نولس کلنو د نړیوال جام لوبې سږکال په بنګلدیش کې ترسره کیږي.