ټاکل شوې چې د افغانستان د حکومت اجراییه رییس نن په نوي ډېلي کې د هند له صدراعظم او نورو چارواکو سره وګوري.
د اجراییه ریاست ویاند ازادي راډیو ته وویل، هند ته د عبدالله عبدالله د سفر هدف په جیپور ښار کې د ترورېزم پر ضد د مبارزې په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون دی.
خو مجیب الرحمن رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې راجستان ته له روانیدو مخکې به عبدالله په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم نريندرا مودي، د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج او نورو چارواکو سره وګوري.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه:
"د ده د سفر اصلي هدف د ترورېزم پر ضد د مبارزې په اړه یوه کنفرانس ته وینا ده خو په لومړۍ ورځ به د هند له صدراعظم، د بهرنیو چارو له وزیرې، د محصلینو او کډوالو له استازو او بیا په هند کې د افغاني سواګرو له استازو سره په سفارت کې ګوري."
د اجراییه ریاست ویاند وايي، ټاکل شوې چې عبدالله د چارشنبې په ورځ د سیمه ییزو همکارېو په اړه په یوه غونډه کې برخه واخلي.
د نوموړي په وینا په دې غونډه کې به پر اقتصادي موضوعاتو او له هغې ډلې د چاه بهار بندر په اړه بحثونه وشي.