ترکيه وايي، د ناټو رادار دستګاوو کشف کړې چې د روسيې يوه جټ الوتکه د جمعې په ورځ د ترکيې فضايي حريم ته داخله شوې وه.
ترکيې په دې توګه د مسکو هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې ويلي يې وو، د ترکيې پر فضايي حريم تېرى يو پروپاګند دى.
انقره وايي، د روسيې يوه SU-34 ډوله جټ الوتکه له خبردارېو سره- سره د ترکيې فضايي حريم ته ننوتلې ده.
دوې مياشتې مخکې بيا ترکيې يوه روسۍ جنګي الوتکه په ورته قضيه کې ووېشتله، هغه پېښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د زياتېدو سبب شوه.
روسيې تل دا تورونه رد کړي چې د ترکيې پر فضايي حريم دې تېرى کړى وي.