د سوریې دولتي رسنیو خبر ورکړی چې دمشق ته نژدې درېیو بمي چاودنو تر ٦٠ زيات کسان ووژل.
د راپورونو له مخې دغو چاودنو چې د شیعه ګانو د یوه زیارت مخې ته وشوې همداراز له سلو زیات کسان ټپیان کړي دي.
چارواکي وايي، د سعیده زینب ولسوالۍ پر زیارت یوه د موټربم چاودنه او دوې نورې ځان وژونکې حملې وشوې.
د پېښې په ځاى کې يوه ځايي اوسېدونکي عمار بحري د چين مرکزي ټلويزيون ته وويل:
"موږ په کوڅه کې وو چې ناڅاپه موټر منفجر شو. زيات ماشومان ووژل شول، ځکه چې د دوى ښوونځى رخصت و. ما له ودانۍ ماشومان وايستل او روغتون ته مې ولېږل."
د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په پېښه کې ٢٩ ملکيان او ٢٥ د رژيم پلوي ملېشه وژل شوي، خو د ٩ نورو وژل شويو کسانو هويت نه دى څرګند.
دا بمي حملې چې مسوولیت یې اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی، په داسې حال کې کیږي چې په ژنیو کې د سوریې د جګړې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.