ولسمشرغني د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ صندوق پرانیست.
له جمهوري ریاسته په دې اړه به یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د دغه صندوق د پرانیستې پر مهال وویل، حکومت ژمن دی چې له ښځو سره د خپل حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر په خپلې نغدي مرستې سره دغه صندوق رسماً پرانیست او ویې ویل چې د کابینې غړو هم ژمنه کړې چې د دلو د میاشتې د تخواګانو پنځلس سلنه دغه صندوق ته بیلې کړې.
خبر پاڼه وايي، په دغه مراسمو کې چې د ښځو وزارت په نوښت جوړ شوی و، د ولسمشر میرمنې او د ښځو چارو وزیرې هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.