د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د امنیتي ځواکونو له خوا لا هم په هغه سیمه کې چې د برېښنا پایه تخریب شوې دوی ته د بیا رغونې اجازه نه ده ورکړل شوې.
د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ کارمندان چې هره شیبه هغوی ته مراجعه کوي ورته وايي چې منتظر شئ، نو تر اوسه پورې ساحه موږ ته تسلیم شوې نه ده، هر کله چې موږ ته ساحه تسلیم شي تر اتو ساعتونو پورې برېښنا رغوو."
ویل کېږي چې شاوخوا څلور ورځې مخکې د بغلان ولایت په ډنډي شهاب الدین سیمه کې طالبانو له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا یوه پایه نړولې چې له امله یې د کابل برېښنا هم ټکنۍ شوې ده.
افغان امنیتي ارګانونه وايي چې ډېر ژر به یاده سیمه د برېښنا شرکت د کارکوونکو د کار لپاره امن کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د یادې پایې د نړولو خبر رد کړی دی.