د سوریې د اپوزېسیون تر ټولو لویه ډله د سولې په خبرو کې ګډون کوي

د سوريې د اپوزېسيون عمده ډله په جنيوا کې ده چې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

دغه خبرې د سوريې د شخړې د پاي ته رسېدو لپاره کېږي، خو دا معلومه نه ده چې اپوزېسيون به په روانو خبرو کې برخه ولري که نه.

تمه کېږي "د مذاکرو عالي کمېټه" نن د ملګرو ملتونو له مرکچيانو سره لومړنۍ غونډه ولري.

دغه کمېټه ټينګار کوي چې د خبرو لپاره بايد له مخکې شرطونه کېښودل شي.

د مذاکرو عالي کمېټې وياند سليم المسلط پرون سويس ته له رسېدو سره سم وويل، اول بايد په سوريه کې عام وژنه بنده شي بيا به دوى مذاکرې ته کېني:

"دا زموږ شرطونه نه دي؛ دا هغه مذاکرې دي چې د امنيت شورا ١٥غړو تاييد کړې دي، دا راته مهمه ده چې عام وژنه ودروو،د روسيې په بمباريو کې زموږ خلک او ماشومان ويشتل کېږي، د لوږې د لاسه مري، دلته د دې لپاره راغلي يو چې دغه ستونزه حل کړو، وروسته به مذاکره کوو، لږ تر لږه موږ بايد وګورو چې نړېواله ټولنه په دې برخه کې لېوالتيا لري او د سوريې له خلکو سره په همکارۍ کې جدي ده."

د ملګرو ملتونو امنيت شورا تېره مياشت يو پرېکړه ليک تصويب کړ چې له ټولو خواوو په کې غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دې محاصره شويو سيمو ته بشري مرستې پرېږدي، هغه بنديان دې خوشې شي، چې په خپل سر نيول شوي او پر ملکي ساحو دې حملې بندې کړي.

په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف او د هغه امريکايي سيال جان کري موافقه کړې چې په مونشن کې به۱۱ ورځې وروسته د نړېوالې غونډې پر مهال په جنيوا کې شوې خبرې ارزيابي کوي.