په لسګونو مول وهلو یا مخ پټو کسانو چې ګومان کېږي د نيو نازيانو ډلې غړي به وي، د سويډن په پلازمېنه سټاکوهلم کې پر پناه غوښتونکو حمله وکړه.
د سويډن پوليسو پرون وويل چې د جنايتکارو يوې لويې ډلې پاڼې هم خپرې کړي او په هغو کې يې له خلکو غوښتي چې پر پناه غوښتونکو او کډوالو حمله وکړي.
عيني شاهدان وايي، دغو مخ پټو کسانو پر هغو خلکو فزيکي حمله کړې چې بهرنيان ورته ښکارېدل، خو پوليسو د کومې حملې خبر نه دى تاييد کړى.
تر هغو حملو يوه ورځ وروسته چې په سويډن کې یې د پناه غوښتونکو پر خلاف مظاهره وشوه.
دغه مظاهره د څو کسانو په نيولو سره پای ته ورسېده.
د مظاهرې په ځاى کې يوناټان ليمن د سويډن يوه ټلويزيون ته وويل:
"په دې مظاهره کې هغه کسان او ډلې راټولې شوي چې له سخت دريځې ملت پالنې سره خواخوږي لري، په دې ډله کې د سويډن د ښي اړخو ډيمو کراټانو ګوند، هغه ډلې چې ځانونه د سپين پوستو قدرت ګڼي او د نژاد پالنې ايډيولوژي لري راټولې شوې دي."
په خپرو شوېو ويډيوګانو کې ښکاري چې مول وهلي يا مخ- پټي کسان له پوليسو سره شخړه کوي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د کډوالو د بحران له کبله په سويډن کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.
په ٢٠١٥میلادي کال کې شاوخوا يولک او ۶۳ زره پناه غوښتونکو په سويډن کې د پناه درخواست وړاندې کړى.