د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر وايي چې په لغمان ولایت کې به مجهز ټرانسپورټي ترمینل جوړ شي.
محمد الله بتاش دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په لغمان ولایت کې له والي عبدالجبار نعیمي سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د خبر له مخې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په دغه کتنه کې د دغه ولایت د پرمختګ په هدف ځيني وړاندېزونه د ټرانسپورټ له وزیر سره شریک کړل.
ویل شوي چې په دې وړاندېزونو کې د ټرانسپورټ مدیریت د پنځو نمایندګیو لپاره د تعمیرونو جوړول، د ملي بس د تصدۍ هر اړخیز اکمال، لغمان ولایت ته د نورو ملي بسونو ورکړه، د هواشناسۍ د مدیریت لپاره د لازمو مسلکي او تخنیکي اسانتیاوو او وسایلو برابرول او د هوايي ډګر جوړېدل شامل دي.