اوباما به د ادیانو د ازادۍ د ملاتړ لپاره د لومړي ځل لپاره یوه جومات ته ولاړ شي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ادیانو د ازادۍ د ملاتړ لپاره د لومړي ځل لپاره راتلونکې اوونۍ یوه امریکايي جومات ته ولاړ شي.

اوباما په داسې حال کې یوه جومات ته ځي چې د امریکا په متحده ایالاتونو کې د مسلمانانو پر ضد څرګندونې زیاتې شوي دي.

سپینې ماڼۍ وویل، اوباما به د فبرورۍ په درېیمه د بالتیمور د مسلمانانو د ټولنې جومات ته ولاړ شي او هلته به د مسلمانانو له مشرانو سره د لیدلو ترڅنګ وینا وکړي.

اوباما به د خپل هېواد په پرمختګ کې د امریکايي مسلمانانو ونډه وستايي او د دینونو د ازادۍ پر اهمیت به ټینګار وکړي.