د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د سولې په اړه خبرې وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خپل امریکایي سیال جان کري سره په سوریه کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې د خبرو په اړه ټلیفوني خبرې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چې لاوروف او کري موافقه وکړه چې د فبروري په۱۱د مونشن په نړېواله غونډه کې به د سولې پر دغه مذاکراتو بحث وشي.

د سوريې پخواني لومړي وزیر قدري جمیل د سوریې د مخالف ګوند په استازیتوب د مونشن غونډې ته هیله مندي ښکاره کړه او ویې ویل:

"ه باور لرم چې د مونشن غونډه به د سوریې کردانو په ګډون د سوریې د سولې د خبرو ستونزه حل کړي."

د سوریې د سولې خبرې د جنوري په ۲۹په ژینو کې پیل شوې.

په دغه خبرو کې، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن ډی میسټورا د سوریې مخالفین او سعودي عربستان چې مخکې يې په دغه خبرو کې د ګډون پرېکون کړي وو برخه لري.