په میدان وردګو کې د ۹وژل شوو ماشومانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

په میدان وردګو ولایت کې د نهو وژل شوېو ماشومانو له کورنیو سره د نغدي پیسو مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د ولسمشر په ځانګړي حکم د هغه نهو وژل شوېو ماشومانو له کورنیو سره وشول چې د روان کال د قوس "لیندۍ"میاشتې په ۱۳نېټه د ملي اردو له خوا د هاوان د توغول شوي مرمۍ د لګېدو په پېښه کې ووژل شول.

د خبرپاڼې په حواله د هر وژل شوي ماشوم کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکول شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له کابله د راغلی پلاوي مشر وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو سره د مرستې ترڅنګ ټینګار کړی، څو د پېښې د نیول شوېو عاملینو محاکمه به هم په عادلانه ډول ترسره شي.