افغان ميناتور او انځورګر عيسى منګل چې له څه باندې دوو لسيزو په جرمني کې ژوند کوي، په خپلو انځورګريو کې افغاني سبک ژوندى ساتلى دى.
دى وايي چې د پخوا په نسبت د خلکو هنري ذوق بدل شوى او خلک د انځورګرۍ او ميناتورۍ زيات نه خوښوي.
ښاغلي منګل ازادۍ راډيو ته وويل چې د بهزاد مکتب اوس د هېرېدو په حال کې دى او په کار ده د دې مکتب د ژوندي ساتلو هڅه وشي.
د عيسى منګل تر ټولو مهم هنري اثر پر يوه خُم د ميناتورۍ ظريفه انځورګري ده، چې وايي څه باندې درې کاله يې ورباندې کار کړى دى.
صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه وکړه، چې په دې ورځو کې پر کوم هنري اثر کار کوي؟
مرکه دلته واورئ
Your browser doesn’t support HTML5
له افغان انځورګر عيسى منګل سره مرکه
د عيسى منګل د انځورګريو يو څو بېلګې:
عيسى منگل په اروپا کې افغاني سبک په خپل هنر کې ځلولى