په هند کې درې تنه پر یوې ښځې د جنسي تېري په جرم په مرګ محکوم شول

د هند د لوېديځ بنګال ايالت په مرکز کلکته کې يوې محکمې درې کسان د مرګ په سزا او درې نور په عمري بند محکوم کړل.

دوى پر يوې ٢١ کلنې ښځې په ډله ييز جنسي تېري او د هغې په وژنې محکوم شوي دي.

دغه پېښه د ٢٠١٣م کال په جون مياشت کې شوې وه. محکمې دغه حکم نن اعلان کړ.

دوو نورو مشکوکو کسانو ته برائت ورکړل شو او يو بل مشکوک کس د محاکمې په جريان کې مړ شوى دى.

د محکومو شويو کسانو مدافع وکيلانو ويلي چې دوى به د استيناف غوښتنه وکړي.

خو د قرباني شوې ښځې د کورنۍ غړي بيا وايي؛ د دوو هغو کسانو په اړه دې محکمه بيا غور وکړي چې برائت ورکړل شوى دى.

د هند پوليس وايي، په ٢٠١٤م کال کې په دغه هېواد کې د جنسي تېري ٣٦زره او ٧٣٥ پېښې دوى ثبت کړي دي.

فعالان وايي، ګڼې نورې ورته قضيې ښايي راجسټر شوې نه وي