د افغانستان جمهوري ریاست د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د لېږلو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د سوریې جګړې ته د افغانانو د لېږلو په اړه دوی ته هم راپورونه رسېدلي دي.
"د دې لپاره چې معلومه شي چې څومره شمېر افغانان دي او که چېرې موجود وي او له کومې لارې د سوریې جګړې ته لېږل شوي د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې؛ له ټولو هېوادونو او شبکو سره په اړیکه کې شي او جمهوري ریاست ته خپل راپور وړاندې کړي."
له دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي وو چې ایران په هغه هیواد کې میشت افغان کډوال د سوریې جګړې ته لیږي.