د تخار درقد لپاره د طالبانو نومول شوي قاضي او ښاروال له ۱۲ غړو سره نیول شوي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د تخار ددرقد ولسوالۍ لپاره یې د وسله والو طالبانو نومول شوی قاضي او ښاروال له ۱۲ ملګرو سره نیولي دي.

د دغه ریاست له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو قاضي نجیب الرحمن او ښاروال ملا شکور په داسې حال کې نیول شوي چې د سیمې له اوسېدونکو څخه د عشر په را ټولولو مصروف وو.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي چې له نیول شوو طالبانو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.