په خوست ولایت کې د ښځو پر وړاندې تشدد ډېر شوی دی

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د خوست د ښځو چارو رییسې ملالۍ ولي ازادي راډیو ته وویل چې یوازې په تېره یوه میاشت کې دوی له ښځو سره د تاوتریخوالي نهه پېښې ثبت کړي دي.

مېرمن ولي وایي چې په دغو پېښو کې طلاق غوښتل؛ وهل ټکول او کم عمره ودونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سویل ختیځ زون د بشري حقونو دفتر وویل چې په پکتیا، پکتیکا او خوست کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی اوه فیصده زیات شوی دی.