فرانسې د فلسطین حکومت په رسیمت وپېژندلو ګواښ کړی

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورنټ فابیوس وايي؛ که چېرې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې بیا پیل شوي خبرې نتیجه ورنه کړي؛ نو هیواد به یې د فلسطین حکومت په رسیمت وپیژني.

فابیوس وايي، فرانسه غواړي چې د اسراییل او فلسطین د شخړو د حل په هدف د امریکا او نورو اروپايي هېوادونو په ګډون د یوه نړېوال کنفرانس کوربتوب وکړي.

پرون د فلسطین په اړه د فرانسې د راتلونکې دریځ په اړه وضاحت ورکړل شو.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور له دغه دریځ څخه تود هرکلي کړی.

اسراییلو د فرانسې د دغه وړاندیز په غبرګون کېتوند عکس العمل ښکاره کړی.