د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېر یوه کال کې په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا کمزوری شوی دی.
د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د خلکو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر ضد روان تاوتریخوالی، په جګړه کې ملکي تلفات، پر قانون د تېري کوونکو لپاره معافیت او له مجازاتو د هغوی خوندیتوب، شکنجې او صحرايي محکمې هغه موارد ګڼي چې په دغه هېواد کې یې د بشري حقونو حالت کمزوری کړی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تېر یوه کال کې په صحرايي محکمو کې د ښځو محکومېدو، د ښځو سنګسار او وژنو ته په اشاره، پر حکومت غږ وکړ چې دې مسالې ته جدي پام وکړي او عاملین یې مجازات کړي.