امریکا له خپلو متحدینو وغوښتل چې له افغان پوځ سره مرستې جاري وساتي

د امریکا متحد ایالات له خپلو متحدانو غواړي چې د افغانستان له پوځ سره مالي مرستې جاري وساتي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د اوباما د ادارې ځانګړي استازي؛ ریچارډ اولسن پرون جمعه په بروکسل کې د ناټو تړون د بنیادي پرېکړو د څانګې له غړو سره وکتل.

اوسلن خبریالانوته وویل:

"زموږ په باور د ناټو تړون غړو ته به دا ډېره مهمه وي چې په افغانستان کې پانګونې جارې وساتي."

د افغانستان اوپاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي هیله څرګنده کړه چې د ناټو غړي به له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۲۰۱۸ او۲۰۲۰میلادي کلونو لپاره هغومره مرستې وکړي چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې په شیکاګو کې کړې وې.

ناټو وايي چې د افغانستان له ملي اردو سره د مرستو لپاره تر اوسه څه باندې یو اعشاریه ۳۸میلیارډ ډالر را غونډ شوي دي.

ناټو او یو شمېر نورو غربي هېوادونو ویلي چې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله به هرکال له ملي اردو سره لږترلږه ۴۵۰ میلیون ډالر مرستې کوي.