د افغانستان تر۱۹کلونو کم عمره کرکټ ټیم نن له سریلانکا سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹کلنو د کم عمر لوبډله نن شنبې د سریلانکا د کرکټ له لوبډلې سره مسابقه لري او د دوشنبې په ورځ د کاناډا د کرکټ د لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان لوبډلې تر دې وړاندې؛ د سریلانکا په ګډون ډېرو پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې؛ نو د راروانې سیالۍ د بري په تمه دي:

"په نړېوال جام کې پیاوړې لوبډلې ګډون کوي؛ د دوو راتلونکو لوبو لپاره به نوي پلانونه جوړېږي او ان شاءالله په ښه چمتوالي به میدان ته ورځي."

د افغانستان لوبډلې تېره اوونۍ په دې لړ کې، لومړۍ مسابقه پاکستان ته وبایلله.

تر ۱۹کلنو د کم عمرو لوبغاړو د کرکټ دا نړېوالې مسابقې په بنګله دېش کې روانې دي.