د سوریې د اپوزېسیون لویه مخالفه ډله وايي د جنیوا په خبرو کې ګډون کوي

په سوریه کې د اپوزېسیون تر ټولو سترې ډلې پرون جمعه وویل چې په جنیوا کې به د ملګرو ملتونو په ملاتړ؛ په را روانو مذاکرو کې ګډون وکړي.

د اپوزېسیون دا ډله چې د (مذاکرو عالي کمېټه) بلل کېږي او سعودي عربستان یې ملاتړ کوي؛ ویلي چې استازي به یې له ملګرو ملتونو سره د بحث لپاره جنیوا ته ولاړ شي او د مذاکرو نیت نه لري.

دې ډلې ویلي چې۳۰ یا ۳۵ تنه استازي به جنیوا ته ور واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشارالاسد د حکومت استازو په جنیوا کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا سره خبرې پیل کړې.

ډي میستورا پرون تر دې لیدنې وروسته په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:

"هغو ټولو سمیو ته چې محاصره دي، باید لارې پرانیستل شي؛ لږترلږه ۱۴سیمې د حکومت او اپوزېسیون په محاصره کې دي او دیر الزور د داعش په لاس کې دی. نو ګوری چې د سوریې خلک څومره له یوې او بلې ډلې کړیږي، دا مذاکرې باید پر دې مسالو غور وکړي."

په جنیوا کې خبریالان وايي چې د کردانو استازي دې غونډې ته د مذاکرو لپاره نه دي ورغلي او د روسیې استازو د هغوی له حضور سره مخالفت نه دی څرګند کړی.