راپورونه وايي، د سعودي عربستان په ختيځ کې د شيعه ګانو په يوه جومات کې ډزې شوي چې په نتيجه کې يې درې کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
د محسان ښارګوټي په امام رضا جومات کې دغه حمله نن د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.
د پېښې په عکسونو کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي؛ څو تنه ټپيان ښکاري.
رويټرز اژانس د ځينو اوسېدونکو له قوله راپور ورکړى چې ويلي يې دي: امنيتي ځواکونو له تروريستانو سره ډزې تبادله کړې دي.
تر دې مخکې په سعودي عربستان کې پر شيعه ګانو د داعش سخت دريځې ډلې له خوا حملې شوې دي.
د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې د سعودي عربستان چارواکو يو وتلى شيعه روحاني اعدام کړ چې په نتيجه کې يې د رياض او تهران ترمنځ اړيکې کړکېچنې شوې.