د کندهار – کابل پر لویه لار ټرافیکي پېښې ۱۵ تنه ټپیان کړي

د کابل- کندهار پر لويه لار د ټرافيکي پېښې له کبله ١٥ تنه ټپيان شول.

پېښه نن د ميدان وردګ ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند په ”کشميريانو“ سيمه کې د يوه کرولا ډوله او ټونس موټرونو د ټکر له کبله شوې ده.

د ميدان وردګ مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په پنځلسو ټپيانو کې ٩ تنه يې برسېرن ټپيان وو، د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې علت د موټرچلوونکو بې احتياطي ښوول شوې ده.