روسیې د امريکايي چارواکو وروستۍ څرګندونې غوسه پاروونکې او له سپکاوې ډکې بللي

کرېملين د امريکايي چارواکو هغه څرګندونې غوسه پاروونکې او له سپکاوې ډکې بللي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين يې په اداري فساد کې ښکېل بللى دى.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند پرون وويل چې د امريکا د خزانې وزارت مخکنۍ څرګندونې چې ادعا يې کړې وه؛ پوټين په فساد کې لاس لري، د اوباما د ادارې نظر څرګندوي.

خو د پوټين وياند دميتري پيسکوف د سپينې ماڼۍ د تبصرې په ځواب کې نن خبريالانو ته په يوه کنفرانس کې وويل؛ دغه بيان غوسه پاروونکى او توهين امېزه دى.

د ټروريزم او مالي جرايمو لپاره د امريکا د خزانې وزارت سرپرست مشر، ادم زوبن د سې شنبې په ورځ بي بي سي ته په مرکه کې ويلي وو، پوتين د اداري فساد يو تصوير او په پټه شتمن خو فاسد شخص دى.

زوبن ويلي پوتين د خپلو ملګرو او سياسي متحدانو پر شتمن کېدو يې تمرکز کړى دى.