په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سګار مشر په خپل وروستي راپور کې ويلي؛ په افغانستان کې د امريکا د میليونونو ډالرو په ارزښت له مصارفو سره- سره نه د افغانستان امن ډاډمن شو؛ نه يې اقتصادي وده وکړه.
د سيګار ادارې په دغه راپور کې چې د امريکا کانګرس ته هم سپارل شوى؛ راغلي، د نړۍ اقتصادي رکود پر افغانستان هم تاثير کړى او په دغه هېواد کې خصوصاً په ښځو کې وزګارتيا د خلکو د اندېښنې وړ مسئله ده.
په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سګار په راپور کې چې ٢٣٠ مخه دى او نن جمعه خپور شوى، راغلي چې دغه اداره توانېدلې له ٢٠٠٩م کال راهيسې په افغانستان کې د امريکا د مصارفو د سيسټم تر اصلاح وروسته شا و خوا دوه مليارده ډالره سپمول شوي او يوازې د ٢٠١٥م کال په وروستيو درېيو مياشتو کې د يولک ډالرو په ارزښت د بېځايه مصارفو مخه نيول شوې ده.