د م.م د ماین پاکۍ ادارې په فاریاب کې پر بې وزلو کورنیو مرستې وویشلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماينپاکۍ ادارې په فارياب ولايت کې پر پنځه اويا کورنيو د خوراکي او نورو موادو مرسته وکړه.

د دې ادارې د چارواکو په خبره، دغه مواد پر هغو کورنيو وېشل شوي چې د ماينونو او منفجره وسايلو په چاودنو کې زيانمنې شوې دي.

د افغانستان په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د ماينپاکۍ ادارې مسوول عبدالوکيل احمدزي وويل:

”هغو کورنيو چې د جنګ، ناچاودنو مهماتو او ماينونو له کبله زيانمنې شوي او ملکيان دي، دغه مرستې ترلاسه کړې. په دې لړ کې پنځه اويا کورنيو ته کمپلې، بوره، غوړي او د پخلنځي وسايل ورکړل شوي، چې ارزښت يې پنځه ويشت زره افغانيو ته رسېږي."

د وژل شويو او ټپيانو د کورنيو غړو پر دغو مرستو خوښي څرګنده کړه او له حکومت نه يې د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.