د ايران دولتي ټلويزيون وويل، د دغه هېواد يوې بې پېلوټه الوتکې د څارنې لپاره د امريکا پر يوې کښتۍ چې الوتکې هم لېږدولاى شي؛ الوتنه کړې ده.
راپورونه وايي، د امريکا د سمندري ځواکونو د تمريناتو پر مهال دغې الوتکې پرواز کړى د امريکايي کښتۍ عکسونه يې هم اخيستي دي؛ خو په دې اړه نور وضاحت نه دى ورکړل شوى.
د امريکا سمندري ځواکونو لا د دې راپور په اړه عکس العمل نه دى ښوولى دى.
د امريکا الوتکې لېږدوونکې کښتۍ په خليج کې د هغو پوځي عملياتو په ملاتړ فعاليت کوي چې په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پرخلاف روان دي.
ايران څو ورځې مخکې په عمان خليج او د هند په سمندر کې د سمندري ځواک پوځي تمرين پيل کړ.
تهران د چهارشنبې په ورځ وويل، د ايران سمندري قواوو د امريکا جنګي کښتۍ ته خبردارى ورکړ، څو له سيمې چې هلته د ايران پوځي تمرينات روان وو؛ ووځي، خو د امريکا سمندري قواوو د خبرداري پروا ونه کړه.
دا پېښه وروسته له هغې کېږي چې ايران د امريکا لس بېړۍ چلوونکي ١٦ ورځې مخکې ونيول، وروسته بېرته خوشې کړل.
د امريکا دفاع وزير پرون وويل، په دې سخت په غوسه دى، چې ايران د امريکايي ماڼوګانو د نيولو جريان عکاسي کړى دى.