د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو د کم عمر لوبډله سبا (شنبه) د سریلانکا د کرکټ له لوبډلې سره مسابقه لري.
دوی به د دوشنبې په ورځ د کاناډا د کرکټ د لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان لوبډلې تر دې وړاندې؛ د سریلانکا په ګډون ډېرو پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړې؛ نو د راروانې سیالۍ د بري په تمه دي.
"په نړیوال جام کې پیاوړې لوبډلې ګډون کوي. د دوو راتلونکو لوبو لپاره به نوي پلانونه جوړیږي او ان شاءالله په ښه چمتوالي به میدان ته ورځي."
د افغانستان لوبډلې پرون لومړۍ مسابقه پاکستانه ته وبایلله.
تر نولس کلنو د کم عمرو لوبغاړو د کرکټ دا نړېوالې سیالۍ په بنګله دېش کې روانې دي.