درېیو افغان زندانیانو د نه خوړو اعتصاب کړی

درېیو بندیانو چې مخکې د بګرام په پوځي زندان کې بندیان وو او وروسته افغان لوري ته وسپارل شول؛ غذايي اعتصاب کړی دي.

دا کسان ازادي غواړي.

دوه بندیان عبدالفتاح او سید جمال الدین چې وروڼه هم دي؛ په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پوځي عملیاتو پرمهال ونیول شول. خو په ۲۰۱۰ میلادي کال کې امریکايي ځواکونو ته څرګنده شوه چې هغوی امریکا ته هېڅ ډول خطر نه وو پېښ کړی او وروسته افغان لوري ته وسپارل شول.

سره له دې چې د افغانستان محکمې دوه کاله مخکې، د دې کسانو د بې ګناهۍ حکم کړی؛ دواړه لا هم په زندان کې دي.

درېیم بندي مرزا احمد جانوف نومیږي چې د افغانستان د قوانینو پر اساس جرم نه لري او محکمې یې د بې ګناهۍ حکم کړی دي.

د دغو کسانو د غذايي اعتصاب خبر پرون (پنجشنبه) د امریکا یوې خصوصي خبري سرچینې ډيموکراسي نو [Democracy Now] خپور کړی دی.

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.